كلمات ولی دی داسی کړی

🎤 Noorani Sabh
ولی دی داسی کړی
حيران يم په مودا پس مې
خپل يار ليدلى دى
د غار نه راوتلي سړي
ښار ليدلى دى
ولی دی داسی کړی
زما د ورکېدو پيغام تر
ما پورې راغلى
سحر مې د کور مخې
ته اخبار ليدلى دى
ولی دی داسی کړی
چې چا تړلى ساعت وي،
ورته لاس نه ورکوم
ما دومره په شدت
ستا انتظار ليدلى دى
ولی دی داسی کړی
اوس څوک چې راته واؽى بې
روزګاره يې خفه شم
په تا چې شوم مين ځان
ته مې کار ليدلى دى
ولی دی داسی کړی
په ستوني کې مې ونښلي
دوډۍ چې شي راياد
باقره! نن مې بيا څوک
په نهار ليدلى دى
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Noorani Sabh

كل أغاني Noorani Sabh ←