كلمات مرحبا اختره

🎤 Hafiz Muhammad Ashraf Mazlom
مرحبا اختره
دغه یوه مینه مې ټوله دنیا
دنیا ظالمه رانه دا اخلي
مرحبا اختره
تا رانه ولې بېلوي وختونه؟
ازار مې ولې خامخا اخلي؟
مرحبا اختره
د زړه له حاله یې دنیا خبر وي
د ګل پرهر د ګل حیا اخلي
مرحبا اختره
دلته خو دا هم غنیمت وګڼه
چې یاران سر خوځوي ساه اخلي
مرحبا اختره
چېرته چې څوک د مینې ذکر کوي
صابره! نوم پکې زما اخلي
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Hafiz Muhammad Ashraf Mazlom

كل أغاني Hafiz Muhammad Ashraf Mazlom ←