كلمات چی تابه تشکیلونه تیره وله سنګروکی

🎤 Fazl Rahman Haqdost
لۀ شونډو نه وه، لۀ بڼو او لۀ رخساره نۀ وه
زما ګیله لۀ خپله بخته وه، لۀ یاره نۀ وه
چی تابه تشکیلونه تیره وله سنګروکی
ستا پۀ تندي کې به مې خپله څهره وکتله
پۀ کومه ورځ چې به له ما سره هنداره نۀ وه
چی تابه تشکیلونه تیره وله سنګروکی
دا رنګه شپه وه چې پۀ سر باندې مو ستوري نۀ وو
داسې مزل وو چې تر پښو لاندې مو لاره نۀ وه
چی تابه تشکیلونه تیره وله سنګروکی
زۀ چي تر تا پورې درتلم رقیب و نۀ لیدمه
پۀ دغه لار کې بلا وه، مګر بیداره نۀ وه
چی تابه تشکیلونه تیره وله سنګروکی
یو پۀ قبرونو کې راغلي تر دې ځایه پورې
دروېشه دا ځل د وطن ځمکه هواره نۀ وه
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Fazl Rahman Haqdost

كل أغاني Fazl Rahman Haqdost ←