كلمات اختر ده ټولو مبارک سه
اختر ده ټولو مبارک سه
زۀ خلۀ راجوړه کړمه تاته خو قېصه ونۀ کړم
کومې سودا پسې چې درشمه شمه هغه ونۀ کړم
اختر ده ټولو مبارک سه
زۀ د بې کچه مينې تنده ماته نۀ غواړمه
تاله دې درشمه خو تاسره دې شپه ونۀ کړم
اختر ده ټولو مبارک سه
د وصال شپه ده خو ستا مخ ډيوې تۀ نۀ ښائمه
بايد د خدای نه پس پۀ هېچا بروسه ونۀ کړم
اختر ده ټولو مبارک سه
ما پۀ کوټه کښې کړل خوندي ځان سره ستا يادونه
اوس پۀ دې نۀ يم ملامت چې ترې پرده ونۀ کړم
اختر ده ټولو مبارک سه
نوحه حرامه ده، پرته ده جنازه د ضمير
زړۀ به مې وچوي کۀ پۀ دې مړي نوحه ونۀ کړم
اختر ده ټولو مبارک سه
زۀ لاروی د خپل غزل سېوري ته کېناستمه
بيا تر منځله به پۀ بل سېوري دمه ونۀ کړم