كلمات ده غم ستړی وختونه
ده غم ستړی وختونه
د رنګ پۀ محوه شوي کیفیت نۀ وایي څۀ
سایه خو د وجود پۀ حقیقت نۀ وایي څۀ
ده غم ستړی وختونه
نه! نۀ ده خاموشي د نۀ ویلو پۀ معنی
دریاب به د موجونو پۀ شدت نۀ وایي څۀ
ده غم ستړی وختونه
زۀ ولې هوش لۀ سره پۀ وتلو کړم بدنام
ګلاب چې د وږمو پۀ حرکت نۀ وایي څۀ
ده غم ستړی وختونه
بې تا مې ناتکمیله افسانه غواړي تکرار
دنیا پۀ قضاوت د نیم صورت نۀ وایي څۀ
ده غم ستړی وختونه
تۀ کینه! چې پۀ سترګو کې دې وګورمه فال
تقدیر مې د تندي پۀ تلاوت نۀ وایي څۀ
ده غم ستړی وختونه
ندرته! دلته کار د قافیه چینو دی روان
هیڅوک هم د غزل پۀ نزاکت نۀ وایي څۀ