كلمات حج دی مبارک
حج دی مبارک
رنګ په رنګه بیرغونه دي ولاړ دي
ځینې سپین دي ځينې شنه ځینې څو رنګه
شاه زلمي یې د ابد په خوب ویده دي
داسې ښکاري ستړي شوي دي له جنګه
حج دی مبارک
د څراغ په لور هم هغسې روان یم
څو قدمه وو رڼا ته ورنیږدې شوم
شمعه نه وه رڼا نه وه ډيوه نه وه
د یو خوږ زړګي درزا ته ورنیږې شوم
حج دی مبارک
یوه مور د یوه قبر سر ته ناسته
وایي زویه غږ مې اورې او که نه اوري
د مور غیږې ته دې راشه هله هله
چې دې پاکې کړې له تورو سترګو خاورې
حج دی مبارک
یخ جسد د بورې مور په مزار پریوت
د باران څاڅکو د شمعې رڼا مړه کړه
پوهه نه شومه په سترګو مې تیاره شوه
چې باران و کې بېدردې هوا مړه کړه