كلمات خدایه دیدن یی را نصیب کړی
خدایه دیدن یی را نصیب کړی
ساړه باد مې لاس په سوي ځیګر کېښود
د شپیلۍ د سوي غږ په څېر روان شو
يو نری نری زبیرګی مې تر غوږ راغې
پسې تالندی شو شړکنده باران شو
خدایه دیدن یی را نصیب کړی
د چا مات بانه مې یبله پښو کې لاړه
د کوم چا په سپین مړوند مې قدم کېښود
د شلیدلي هار دانې مې کړې راټولې
ورسره مې د خوږو سترګو نم کېښود
خدایه دیدن یی را نصیب کړی
په یوه قبر مې کږه شناخته کړه سمه
لکه خوب مې د دوه سترګو مخکې تېر شو
د جګړې بلا خوړلی و ویده و
خدایه دیدن یی را نصیب کړی
ښایسه نوم یې و خو اوس راځنې هېر شو