كلمات لیونی زړه صبرومه
لیونی زړه صبرومه
سرسايه کوم وخت واجبيږي
سرسايه د وړوکي
اختر د سهار داخلېدو(
سپېدو) په وخت کې
واجبيږي، خو په رمضان
کې يې ادا کول
هم سهي دي؛ نو که يو څوک
د وړوکي
اختر له سهار سپېدو مخکې
مړشي يا نېستمن شي په
هغه سرسايه واجب نه ده.
که يو کافر د وړوکي
اختر له سهار سپېدو
وروسته مسلمان شي
يا يو فقير د وړوکي
اختر له سهار سپېدو
وروسته غني شي
، سرسايه
نه ورباندې واجبيږي.
که کوم ماشوم
د وړوکي اختر له سهار
سپېدو مخکې يا د
سپېدو په وخت پيدا شي
نو که پلار يې غني ؤ د دغه ماشو
م سرسايه به هم ورکوي .
او که ماشوم د وړوکي
اختر د سهار سپېدو
وروسته پيدا شو، سرسايه
ورکول يې واجب نه ده.