كلمات ډکی له نوره کوڅی
ډکی له نوره کوڅی
چې ځان نه وینې د
ذات په دایره کې
سترګې پټې کړې رڼا
د باندې پرېږدې
ځان ته اور ورکړې شېب
ه وروسته اېرې شې
بیا یو توند توپان
راوالوځي تا یوسي
یا ور ودانګې په
خپل زړه سمندر ته
چې په رپ کې دې
له سترګو پنا یوسي
مګر ژوند خو دا هېڅ
هم نه دی بل څه دی
چې له زغم پرته په
هېڅ شي نه تېرېږي
هومره تریخ چې
لمو کې نه ځایېږي
هومره ستړی په
نشه هم نه هېرېږي
ژوند یو جبر دی یو
ظلم دی زغمه یې
نه د تېښتې اجاز
ت شته نه د مړینې
ژوند کټ مټ لکه ع
ذاب چې نازلېږي
ژوند څه بله تماش
ه ده که یې وینې