كلمات ستا بیلتون می وږنی
ستا بیلتون می وږنی
خلک بوځي تر جنتونو، خلک دغسې وي
د پېغمبر د میراثونو خلک دغسې وي
ستا بیلتون می وږنی
نه انسانان شو، نه د خدای پر لاره سم روان شو
هو! د پنځه زره کلونو خلک دغسې وي
ستا بیلتون می وږنی
په نورو زړونو پاچاهي د زړه په وینو کېږي
لږ ځان ته وګورئ، د زړونو خلک دغسې وي!
ستا بیلتون می وږنی
د یو اغزي لپاره ټوله ډنډر نهماتوي
چې وي مئین په ګلابونو، خلک دغسې وي
ستا بیلتون می وږنی
نه یار ته پړه وي، نه رقیب ته سترګې ټیټې نیسې
د محبت د کتابونو خلک دغسې وي
ستا بیلتون می وږنی
لکه پسونه په هر شنه پسې مخ نهاړوي
د پرمختللیو ملتونو خلک دغسې وي
ستا بیلتون می وږنی
ږیرې اوږدې شوې، پـ..ـګړۍ لکې په سرونو شولې
ثاقبه یاره! د وختونو خلک دغسې وي