غم ستا راباندی بل شو لکه د ځان به وي او خوږ به نه وي مړه جانان به وي او خوږ به نه وي غم ستا راباندی بل شو د سترګو جنګ به وي او خوږ به نه وي ښه څنګ تر څنګ به وي او خوږ به نه وي غم ستا راباندی بل شو زما ملنګ به وي او خوږ به نه وي مړ مې په ننګ به وي او خوږ به نه وي غم ستا راباندی بل شو يار غنمرنګ به وي او خوږ به نه وي لاچي لونګ به وي او خوږ به نه وي غم ستا راباندی بل شو د ګل په شان به وي او خوږ به نه وي مړه جانان به وي او خوږ به نه وي