كلمات شپه تر سهاره انتظار وم
شپه تر سهاره انتظار وم
نه به چرسی ده چرسو واوړي
نه به عاشق د معشوقې واخلي لاسونه
لالیه ما د ځان سره کړه
زه دی په مټ لکه بیرغ ولاره یمه
ارمان به وکړي وخت به تېروي
بیا به وطن را پسې ګورې نه به یمه
د بیلتانه زور مې لیدلی
که دي رضا کړم
بیا دي نه خفه کوم
زړګی می یو وو چی تا یوړه
ګلاب خو ندی چی به بیا سپړی ګلونه
خلک کور وګوري لور ورکړي
ادکې! زه دې په لېوانو ماته کړمه
په غم كی ستانه كمه نه یم
لیونۍ نه یم چی به كلی خبرومه
زړګۍ مي یو وو چي تایوړه
تشي پنجري په سینه څله ګرځوومه
لالیه مه ځه رانه واوره
داستاپه تلوبه زماساه وتلی وینه
مرګه لاڅه انتظاریی
زه می جانان پرنیمه لارپرایښی یمه