خاوری یی اړولی په تا مې غم کله پیرزو ده بی غمه یاره ښیرې خپل ځانته کومه ته به مې کله کله ياد کړې زه دې په زړه پورې ګنډلی ګرځومه ټیکري مې نښه د پښتو ده که سر مې ځي ټیکري به نه لري کومه په جنازه کی مې شریک شه چی د لحد مړې پیغور نراکوینه ده لیونو سترګو خاوندی لیونی سترګی دی په ما اور لګوینه بيا دې جانانه سترګې سرې دي د کور ظالمو درته څه ويلي دينه مونږه دا یو دابل په مینه مست لیوانۍ کله خفه کله خوشال شو جوړه لیونی ارمان به هلته زما در شی چی کټ می واخلی تورو خاورو ته می وړینه