كلمات زما د غروو پنا یاره
زما د غروو پنا یاره
جانان مو شمع موږ پتنګان یو
سرنذرانه دی چي ور روان یو
پر دغه لار مو نیکونه تللي
د ژوند همزولي زاړه یاران یو
يو څو خبرې دي چې ښه
ور باندې پوه شي بايد
يو څو خبرې دي چې
ځينو ته تکرار کیږي
چې دې راتلو وعده يې
کړې وي بيا را نه شي
لرې کړه کرکه مې
له داسې انتظار کیږي
شکر دی داسې جګې سترګې
را لوئ شوی یمه
قسم په خدای ده که له
هيچا نه مې ډار کیږي
چې وا دې نه ړوم کافر
به ومه وه بزرګه
له تا نه ښه خلک په
لس زره دینار کیږي
دادک ته وواييچي لږ
دي په ځان فکر کوي
دادک ته ووايي چې اوس
در باندې شمار کیږي