كلمات رنځور زړه
رنځور زړه
جانان مي ستورى د اسمان دى
نه ورختى شم نه می زړه صبر كوینه
هغه به راشی خو یو څوک
به ورته داسي وايي
ناوخته راغلې جنازه د لیونۍ شوې
د غمازانو به څه زور وي
د لالي خپله خوښه نده نراځینه
له درده شروع کړي مې نڅا وه خو ته نه وې
ولاړه تماشې ته مې دونیا وه خو ته نه وې
وهلې مې د غرونو په سرو غروب ته چیغې
د عشق لیونتوب وو انتها
وه خو ته نه وې
خبره داسې وه چې داسې
نه وه لکه اوس
خبره وه که هر څومره رسوا
وه خو ته نه وې
جامونه مې د درد په
هره څړیکه اړول
په منمه نه پوهېدمه چې
ګنا وه خو ته نه وې
زندۍ مې څو څو ځله ځان
ته جوړه کړه خو بیا
مورکۍ را یادیده ګني
څه سا وه خو ته نه وې
مینوال ځان سره کړي
ناروا وه خو ته نه وې
بې وسه وو دونیا ورته
بلا وه خو ته نه وې