په ما دی کړی احسان د میلمنې جنۍ یارې وه نه یې جانان کړم نه یې راکړل جوابونه جینۍ که هر څومره ښایسته وي* *چې د بې ننګو کور کې کېني خاورې شینه صبر د قبر په مثال دی زه چی مدام صبر کوم خاوری به شمه نن يي د کور مختی کینم دغه سی نه راځمه يابه سرخورم يا به د یار سره جوړه راځمه زه دي د سپین مخ نه په تور پړوني زیات مین یم پښتانه حسن پسي نه ځي په حیا پسي ځي