كلمات زماپرقبر ژدي ګلونه دوري ؤري
زماپرقبر ژدي ګلونه دوري ؤري
زما په حق کافره یاره!
د بزرګۍ کيسي دي واورم وخاندمه"
د بیوسۍ مې داسې حال ده
لکه یتیم چې ګاونډي ته پاتي شینه
لالی دې خپل انتخاب وکړي
تاوان پرې نه یم چې منت ورته کومه.
په سپینه ږیره مسلمان شو
هندو چې ولوستل د حورو کتابونه
په پیغلتوب باندی پوه نشوم
د جانان غم می خوشحالي ته نپریږدینه
زما قسمت کې جانان نشته
په زیارتونو باندي ډیر وگرځیدمه
څه لېوني وختونه تېر شول
په نیمه شپه به د جانان کلي ته تلمه
مسافري خو یو میاشت وي
تا په پردي هیواد خیمې وهلې دینه