نن جوړ خوشحالی د پشکال د ګرمۍ زور دی زلفې د ټولې کړه چې نهٔ دې تنګوینه زما له سترګو دې خوب وړی که څو اړخونه بدلوم نشته خوبونه د لالي کال کېږي د بل دی زما نمجنې سترګې لا نمجنې دیـــنه د دروازې زنځير شړنګيږي جانانه ته يې که پيريان راغلي دينه اوس دې کیسه کې نۀ یم یاره که د قدم خاورې دې زر شي نۀ یې وړمه د رغېدو خبرې پريږده د ړنګېدو ورځې نږدې دي وران به شمه