كلمات لویه بهانه می ستا دید
لویه بهانه می ستا دید
د درد لمبو ته دې په
ورین تندې سینه ورکړې
ځانه! منم دې دومره
غم ته دې اوږه ورکړې
لویه بهانه می ستا دید
ما څومره هیلې دې بې
ننګه پورې وتړلې
زه څه خبر وم چې ړانده
ته مې ډېوه ورکړې
لویه بهانه می ستا دید
زما په څېر بدرنګ بدرنګ
مخونه هم زغمای شي
دغې هندارې ته خدای
څومره حوصله ورکړې
لویه بهانه می ستا دید
هغه په لار کې لېونی
سړی خو وینﺉ کنه!
دې ته یو تللي کس د بیا راتلو وعده ورکړې
لویه بهانه می ستا دید
د زهر زهر شپي په غېږه کې یوازې ناست یم
کریمه! خپلو زنګنو ته مې تکیه ورکړې