كلمات ستا غيږ کې د دې عصر قلندر ارام فرما دى
ستا غيږ کې د دې عصر قلندر ارام فرما دى
څه درسره وکړمه ، حیران دې کېنولی یم
مسته ذوقه! سر ته د ایمان دې کېنولی یم
ستا غيږ کې د دې عصر قلندر ارام فرما دى
خود به مې خیال ورک وي د سینو په سر درو کې
ذوقه! د لونګو په دوکان دې کېنولی یم
ستا غيږ کې د دې عصر قلندر ارام فرما دى
مړه شې! څه د بنې زوی دې نه یم زندګۍ
سخت د روغې ورځې په ارمان دې کېنولی یم
ستا غيږ کې د دې عصر قلندر ارام فرما دى
ضده! زه پښتون یمه په سر مې خېژولی یې
تخت دې رانه واخیست په ډېران دې کېنولی یم
ستا غيږ کې د دې عصر قلندر ارام فرما دى
نه له مجبورۍ انکار کوی شم، نه د زغم ده
داسې تماشې ته د جهان دې کېنولی یم