سیلاب دی سرور مو ورو ورو د ژوندون له ورځو شپو نه وځي ګوره چې څه به مو له خاورو له اېرو نه وځي سیلاب دی څنګه دې وساتمه پټ د مینې اور په زړه کې چې د ډېوې تته رڼا هم له ښېښو نه وځي سیلاب دی خپله رضا چې ترکه نه کړي ستا په مینه کې څوک توره څېره به لکه دود له سرو لمبو نه وځي سیلاب دی موږه د خپلو زولنو خاموشي نه شو لېدای زموږ پرې څه چې ویده خلک له خوبو نه وځي سیلاب دی د زمانې له رویې به درته څه ووایم څوک چې زر نه لري کړاوه له سړو نه وځي