كلمات سر کړه راپورته ای شهیده

🎤 Molvi Nasratullah Nasrat
سر کړه راپورته ای شهیده
نزدیکت ته به د ډېرو کړي شا خلک
که خبر مې شي د زړه په درزا خلک
سر کړه راپورته ای شهیده
دا د کوم یوه پاچا هوا خورۍ دي
پرې کوي یې چې تر ننه بها خلک
سر کړه راپورته ای شهیده
اعتماد به وي په خدای باندې څرنګه
ګدایان نه دي شاهانو بلا خلک
سر کړه راپورته ای شهیده
دا له ستورو څخه ډک اسمان ته ګوره
په تیارو کې هم موجود وي رڼا خلک
سر کړه راپورته ای شهیده
د کړاو په حق کې څنګه روا بولي
د دنیا هره یوه ناروا خلک
سر کړه راپورته ای شهیده
نزدیکت ته به د ډېرو کړي شا خلک
که خبر مې شي د زړه په درزا خلک
سر کړه راپورته ای شهیده
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Molvi Nasratullah Nasrat

كل أغاني Molvi Nasratullah Nasrat ←