راځه بیا ځو په انګور ناستې بلبلې ولې شور کړې ژوند خو نوم د ستوماني ده پکې پایه راځه بیا ځو سرګردانه ارواح کوم مخ ته تکیه کړم ماسره زما روانې سایې وایه راځه بیا ځو مات ګیلاس د مېخانې یم زما ربه په ممبر او میکدو کې مې ازمایه راځه بیا ځو دا سړی د چا په سترګو کې ناروغ ښه مه يې ښه کړې مه یې لاره ورته ښايه راځه بیا ځو درده زړه ته مې یو کیف احساسومه دا بشر دغسې ستایه ستایه ستایه