ستا دنګه ځوانی لېچې مې ډکې له بنګړو شوې یار د دوبۍ درهم راوړي خانه یې کړمه ستا دنګه ځوانی ناترسه یاره چېرې لاړې زه د دادا انګړ کې ګوښې ناسته یمه ستا دنګه ځوانی لۀ دعا ګانو نه دې زار شم خو د خوښیو لکه بنه بدې شمه یاره په ما به نه ورانیږي غم به مې تا باندې هم ځمکه ګرځوینه ستا دنګه ځوانی پردی وطن دی ماسخوتن دی د پرهرونو نه سندرې جوړوم