حاجی صاحبه ګرانه د اسوېليو تاو مې ګونځې اننګو کې وکړې ته خو رښتيالاړلې ما درسره ټوکې وکړې حاجی صاحبه ګرانه ورک يم ورک شواى يمه وه زما کمعقله عقله د ځان پوښتنې مې له سيورو نه غرمو کې وکړې حاجی صاحبه ګرانه آيات د صبر ترجمه راته وړې خور وکړه که ملايکه وه خبرې يې پښتو کې وکړې حاجی صاحبه ګرانه زه جهنم يم جهنم زه خو عذاب يم غذاب د مينې درد مې څنګه پاڼې په لمبو کې وکړې حاجی صاحبه ګرانه ژوند بهسودوال ته په زړه داسې پولۍ ودرولې لکه باران چې بربړکې په اوبو کې وکړې