په لپه کی راټوله کړم ږړا بس دا يو غم د بېلتانه که نه وی نور د خدای فضل دی ژوند ښه تېريږي! د رواج له ښـــــاره ډکې سترګې لاړو او راپاتې مو شول ژوبل ژوبل زړونه په لپه کی راټوله کړم ږړا ما دې ووهي که بېرته درته راغلم د دې ګردې نړۍ واړه قسمونه. انتها د بې وسۍ په ما تمامه یار روان دی ورپسې لارې ته ګورم په لپه کی راټوله کړم ږړا ته له بل سره په نوې لارې لاړې زه لا هغسې زړې لارې ته ګورم