دستار فضلت ما ویل دروغ به وي، رښتیا خپه ده د زړه له کوره مې رڼا خپه ده ژمی راغلی وې د ګلو په موسم لاړې زړه مې په تا پورې تړلی و ته هم لاړې دستار فضلت چې مرور نشې زه غږ چا پسې نه کومه او د شته درد شتمني نه قبلوي. که له درد څخه غېږه تاو کړي، ژوندونه دا بد ګومانۍ پرېږده یقین وساته دا به زما و ستا تر منځه فاصلې راولي تاوان به وکړې که د نورو په رقم لاړې