ورسره نوم خدای دې ځوانۍ کې غریب مه کړه د څنګ یاران به درنه لارې چپه وینه اندیښنې خو مې څه زېړې څڼې نه دي چې یې واړومه شاته یا یې پرې کړم ورسره نوم هر ماښام د بېوسۍ ستړې زانګو کې په ورو، ورو خپلې وړې هیلې ویدې کړم چې ورور دې نه وي زور دې نه وي چې مور دې نه وي کور به لوټې لوټې وینه ورو ځمبوه سترګې زړونه زړونه ور ختلي دي سل دانې را توی به د بڼو له هره رپه شي ورو ځمبوه سترګې زړونه زړونه ور ختلي دي سل دانې را توی به د بڼو له هره رپه شي