كلمات ده ږوند ورځی په شمار
ده ږوند ورځی په شمار
زۀ يم د ژوند په هر موسم يواځې
سحر يواځې ، ماښام هَم يواځې
ده ږوند ورځی په شمار
مينه وه دواړو په شريکه کړې
چې رښتيني شوه زۀ شوم ګرم يواځې
ده ږوند ورځی په شمار
راسره هېڅ څوک پکښې پل نۀ وهي
ستا د غمونو پېټي وړم يواځې
ده ږوند ورځی په شمار
بل هېڅ څوک نۀ وو ستا د کور په لاره
زۀ به تر څو پورې درتلم يواځې
ده ږوند ورځی په شمار
زۀ "بلې" نۀ وايم په هر يو فرمان
خپلې هم دې سرکشۍ کړم يواځې
ده ږوند ورځی په شمار
زۀ د خوشحال بابا په پل روان يم
زۀ په خونخوارو لارو ځم يواځې
ده ږوند ورځی په شمار
اوسم د لوے پېښور ښار په مينځ کښې
ولې بیا هم زياره! زۀ يم يواځې