په سرو سترګو ږړا بیا یې له اختر مخکې جامې د وینو واغوستې ځي د خدای حضور ته بې کفنه بې اسرې ماشوم په سرو سترګو ږړا بیا له ځنګل وتی دی په ښکار د کلیسا لېوه خدایه نور یې وساتي له داړې له پنجې ماشوم په سرو سترګو ږړا ورانه غـ...زه بیا لوېږي کوهي ته د یوسف په څېر وروڼه عربان یې خرڅوي په قافلې ماشوم له جمال او له جلال یې غورځېدلې وې پردې خرڅېدلې په بازار کې په سندرو آینې د څهرو کندې کپرې پکې ورکې عمري