سپینه پګړۍ راته ښکاري چې کوم ستوری د اسمان دی رالوېدلی د دې ځمکې په لمن دی سپینه پګړۍ په قدم قدم کې لپې لپې مینه د غمیو په دریاب کې غوطه زن دی سپینه پګړۍ تکبیرونه د دمـ..ـشق منارې وایي مؤذن د محمد پکې دفن دی سپینه پګړۍ څه خوشبو له مقدسې خاورې خیږي عنبرې وږمې د زلفو که ختن دی سپینه پګړۍ میدانونه په لښکرو فتحه کیږي خو اخلاق د ماتو زړو ګټلو فن دی سپینه پګړۍ دا سړی چې واړه حسن پرې تمام دی دا راشده د کږې تورې څښتن دی