كلمات سترګو کی تصویر
سترګو کی تصویر
تر پاخه ماښام اسمانه، د شفق غوندې ستا هار شوم
چې وعده به مې پوره شي، لاله
زار کې به یې کور وي
سترګو کی تصویر
سلسلې د درد و اه وې،
او بیا لپې خوناب اوښکې
ښه له سود سره یې درکړم، وایه نور به دې څه پور وي
سترګو کی تصویر
موږ په نیمې لارې پریږدي، د یوه پله کار را نه واخلي
زه یې زار له دوه رنګي شم، په دعاوو کې یې نور وي
سترګو کی تصویر
زما به څه نصیب وي ربه، زه به رزق ستا د خلقت شم
که زرغون به مې نرګس او سور ریدی په خاورین ګور وي
سترګو کی تصویر
ساغر نوشو له دې لوړې، سلیقې مو ساقي زار شه
تاسې یې اخلئ که پریوتی، د رند پیر په لمن تور وي