دادچادوینورنګ دي حوصله به مې شي خلاصه ستا له لاسه ځان به مړ کړمه وسواسه ستا له لاسه دادچادوینورنګ دي په شوګیر شوګیر مې سترګې شوی زنځورې وه د نیمې شپې تماسه ستا له لاسه دادچادوینورنګ دي د باران په څیر مې اوښکې په مخ راغلې د خوړین شوي زړه بړاسه ستا له لاسه دادچادوینورنګ دي پردي څه چي خپل مې هم رانه پردي شول د غربت خواره لباسه ستا له لاسه دادچادوینورنګ دي څه ناپامه دې ترې عکس دی اخیستی اخ قربان شمه عکاسه ستا له لاسه