كلمات ازاد وطن ډیر خوند کړی

🎤 Fida Mohammad Sayar
ازاد وطن ډیر خوند کړی
زه جګېږم، پرهرونه مې خوږیږي
د یارانو په وفا خبرې کیږي
ازاد وطن ډیر خوند کړی
د لیلا په لونګین اوړي را اوړي
څه روا او ناروا خبرې کیږي
ازاد وطن ډیر خوند کړی
له هندارو نه هندارې راټوکیږي
چې له تا کله په تا خبرې کیږي
ازاد وطن ډیر خوند کړی
سره انار د قندهار درته راوړمه
ګلاب نه دروړمه بیا خبرې کیږي
ازاد وطن ډیر خوند کړی
د ژړا پیکره! څه ورسره وکړو
ټکی - ټکی د خندا خبرې کیږي
ازاد وطن ډیر خوند کړی
عمري! نزاکتونه پکې ساته
په غزل به دې بلها خبرې کیږي
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Fida Mohammad Sayar

كل أغاني Fida Mohammad Sayar ←