لوی خوشحالی دی هر زیارت ته د خپل ښار یې ورغلې په کوډګرو دې هم کړي تعویزونه نفلاتونه دې زما لپاره کړي شکرانه دې د خپل غاړې جامې ایښي او ورکړي دې بې حده خیراتونه یعني دومره ضرورت لرې وه ماته لوی خوشحالی دی چې له خدایه مې په هر لمانځه کې غواړې زه اوس دومره شوم چې ته راپسې ژاړې هر یو بیت یې له خپل ځانه سره ژباړې لوی خوشحالی دی زه اوس دومره شوم چې ته راپسې ژاړې