كلمات ستا له خوږې مينې مي د زړه لپه
ستا له خوږې مينې مي د زړه لپه
لمر به له غرونو، نه غورځېږي کله
مزل د ستړو به لنډېږي کله
ستا له خوږې مينې مي د زړه لپه
ته به له ما په کوم انداز تللی یې
هغه صحنه مې نه یادېږي کله!
ستا له خوږې مينې مي د زړه لپه
ما د خپل ذات د مینې رنګ درکړی
ستا په رګو کې به خورېږي کله
ستا له خوږې مينې مي د زړه لپه
د الفتونو دعوېدار راغلي
دی به محفل ته رارسېږي کله
ستا له خوږې مينې مي د زړه لپه
زه خو پرې ناز د خپلې مینې کوم
هغه په ما باندې نازېږي کله
ستا له خوږې مينې مي د زړه لپه
تمیمه هېر به یې کړم ورو، ورو مګر
د زخم داغ به مې جوړېږي کله