په ډیری ارمان یو مړ غوندې څَراغ یم ته را نُور د معرفت بلېږمه بلېږمه رڼا به شمه بس په ډیری ارمان که زړه ته مې په لاس ورغلې سترګې د ساقي فارغ له خم و جام او له مینا به شمه بس په ډیری ارمان چې نه را پورې خاندې راته خاندې په اخلاص له ډېرې خوشحالۍ نه په ژړا به شمه بس په ډیری ارمان زه لاندې په دره کې یم ته مخ ته د غروب وزرې را درځمه په هوا به شمه بس په ډیری ارمان ملنګ یمه د مینې په کاروان کې را روان چې غېږې ته در ورسم پاچا به شمه بس