زړه په چا پسی خوږیږی زندګي خو امانت زما د رب ده د تخریب خو یې پو ره ممانعت کړم امانت چې ځمکې هم خیانت نکړل زه انسان یم زه یې څنګه خیانت کړم راترغاړې ده که ښه ده او که بده د ساتنې یې تر مر ګه ضمانت کړم و افسوس چې زندګي د جبر نوم دی بس که بده ده که ښه جبرانوم به خودکشي خو راته خدای حرامه کړې ته که شته یې او که نه جبرانوم به لکه شوخ مېلمه ماشوم چې هر څه کاندي په سړه، سړه سینه جبرانوم به