بی ګټی ږوند د ژوند ښکلا په خوږو یادونو، پاکو نیتونو، او ساده شېبو کې نغښتې ده.. نه په دنیايي شتمنیو کې د نن ورځ قدر وکړه، سبا شاید فرصت نه وي. که څوک درته د بل خبر ې کوي نو پوی شه چې ستا خبرې هم بل ته کوي. ته مې یو ځل بیا په خوب کې ولیدلې، او دا ځل مې لا په مینه، ټینګه غېږ کې ونیولې… ځکه پوهېدم چې، که راویښ شم، ته به لکه د سیور ې له ما لاړه شې، او بیا به دې یوازې یادونه پاتې وي