جدا زما جانان ارمان به وکړي وخت به تېروي بیا به وطن را پسې ګورې نه به یمه لالیه ما د ځان سره کړه زه دی په مټ لکه بیرغ ولاره یمه خدایه زما جانان زما کړی که زما نشی بیا دی توری خاوری شینه نه به چرسی ده چرسو واوړي نه به عاشق د معشوقې واخلي لاسونه شراب راسره نشته تش جامونه می ساتلی دی ته خو بی وفا شوی ستا یادونه می ساتلی دی نوري ښېرې به درته نه کړم دومره خفه شې لکه ﺯه چي څومره يمه د بل وطن په مئيرو ورکه د مور نازکه غم د تکه زیړه کړمه.