كلمات نه دي راځي هیڅکله په چا

🎤 Abdulsalam Mangal
نه دي راځي هیڅکله په چا
ۀ مسلسل جنازو اویرېږم
هسې نه کور مو هدیره کښې راشي
یاران مې ماته مخامخ اودرېږۍ
منافقین چې سپاره کښې راشي
د جدایۍ پۀ اذیتخبر یې
لکه چې ګوتې دروازه کښې راشي
د ناڅاپي راتلو دې څۀ اوایم
لکه اختر چې پۀ روژه کښې راشي
کېدے شي ساه پۀ ما کښې بېرته راشي
کۀ چرې یار مې جنازه کښې راشي
ظالم د ظلم خلاف چغې وهي
قاتل مقتول له فاتخه کښې راشي
ځیګره تۀ دې خوشحالو کښې اوسې
ستا غم دې ټول زما حصه کښې راشي
درمانه یاره د یار څۀ اوای
خوا له راځي خو بدرګه کښې راشي
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Abdulsalam Mangal

كل أغاني Abdulsalam Mangal ←