كلمات نن می زړه غواړي
نن می زړه غواړي
یاغي بنده یم د خلوت
زولنې چېرته منم
زما بغات ستا له ګفتاره
سره نه جوړیږي
نن می زړه غواړي
زما شهپرونه خدای قفس ته پیدا کړي نه دي
په پنجرو کې له چیغاره
سره نه جوړیږي
د ګودرونو د چینار سیوری مې زړه تخنوي
د دې پردیو له چیناره سره نه جوړیږي
نه خرقه پوش نه پر منبر د پرهېز لاپې کوي
پیر مغان له ریاکاره سره نه جوړیږي
نن می زړه غواړي
هغه مین دی پر لمبو شمع په خوب کې ویني
پتڼ له ګل او لاله زاره سره نه جوړیږي
نن می زړه غواړي
زه د رباب زه د شهباز په ژبه نظم لیکم
دا د شیخانو له دستاره سره نه جوړیږي
نن می زړه غواړي
جهاني دلته یو رنګي ده د کېمیا په بیه
غزل دې نور له دې بازاره سره نه جوړیږي