كلمات سیلاب دی

🎤 Noorani Sabh
سیلاب دی
سرور مو ورو ورو د ژوندون له
ورځو شپو نه وځي
ګوره چې څه به مو له خاورو
له اېرو نه وځي
سیلاب دی
څنګه دې وساتمه پټ د مینې
اور په زړه کې
چې د ډېوې تته رڼا هم له ښېښو نه وځي
سیلاب دی
خپله رضا چې ترکه نه کړي
ستا په مینه کې څوک
توره څېره به لکه دود له سرو لمبو نه وځي
سیلاب دی
موږه د خپلو زولنو
خاموشي نه شو لېدای
زموږ پرې څه چې ویده
خلک له خوبو نه وځي
سیلاب دی
د زمانې له رویې به درته څه ووایم
څوک چې زر نه لري کړاوه له سړو نه وځي
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Noorani Sabh

كل أغاني Noorani Sabh ←