ای دشنی روزی ډيوه د مشغولا شي زموږ بله چې ماښام شي ماښام د ليلا لاس کې د شفق د ميو جام شي ای دشنی روزی بد ځان يې شي له پامه چې د ستورو په موږ پام شي د مينو پټ پټانی وي د سترگو په ځنبل کې ای دشنی روزی راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې منت دپاره پېغلې پلوشې که د لمر راشي ای دشنی روزی جولۍ که غوړولې راته گل په بستر راشي هر څو که پرېشاني په لاس نسيم د سحر راشي تر هغه گورو يو بل ته چې ورک شو په يو بل کې راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې