ستا صفت پکي وي د سمندر خوي مې د پلار په شان دی چې لږ غصه شي نو سم شور جوړ کړي ستا صفت پکي وي زۀ ترېنه وویرېږم ، وروستو شمه خو چې خاموشه شي نو بیا راشم واپس لمنه ورله ونیسمه ه ميلمنو دې ډزې وشه تر نيمې شپې پورې يواځې ناسته يمه ستا صفت پکي وي بې وسي توره وي که سپينه لالی مې ځي زه په کنډو ولاړه يمه ستا صفت پکي وي چې پښتانه پېغله ودیـږي په هر ارمان یې چړې غبرګې غبرګې ځینه ستا صفت پکي وي رب دې زما په شان مئین کړه چې کبرجن ځان تۀ دې فکر شي مئینه