زما په نصیب نه یی در زوریږمه اندیښنې خو مې څه زېړې څڼې نه دي چې یې واړومه شاته یا یې پرې کړم زما په نصیب نه یی در زوریږمه هر ماښام د بېوسۍ ستړې زانګو کې په ورو، ورو خپلې وړې هیلې ویدې کړم چې ورور دې نه وي زور دې نه وي چې مور دې نه وي کور به لوټې لوټې وینه نوم به د ګلونو د جنت، په دنیا وګټي شنه که سره ګلونه د وطن له هره ټپه شي زما په نصیب نه یی در زوریږمه ورو ځمبوه سترګې زړونه زړونه ور ختلي دي سل دانې را توی به د بڼو له هره رپه شي