زما دلدار د سمندر خوي مې د پلار په شان دی چې لږ غصه شي نو سم شور جوړ کړي زۀ ترېنه وویرېږم ، وروستو شمه خو چې خاموشه شي نو بیا راشم واپس لمنه ورله ونیسمه په دې امید چې یوه ورځ به چرته ورته بې واره شان ورغاړې وځم کېدی شي غېږه کښي مې کلک ونیسي زما دلدار چې پښتانه پېغله ودیـږي په هر ارمان یې چړې غبرګې غبرګې ځینه رب دې زما په شان مئین کړه چې کبرجن ځان تۀ دې فکر شي مئینه