له مانه پاتی کیږی بهتره ده چې اوس بې غمه ویده شم؛ اوس نو د بایللو لپاره څه پاتې هم نه دي د نړۍ هره اړیکه غلامي ده. ته چې هر څومره یوازې یې، ته زما د یوازیتوب درد هېڅکله نشې درک کولی. تا له ماښامونو وروسته، زما حال نه دی لیدلی زه په خپلې وفادارۍ نه نازېږم، خو په دې باوري یم چې: له ما وروسته به ته، ما غوندې بل شخص پیدا نه کړې