ستا حسن اخر بۀ خاوری شی جانانه ما اشنا سترګی نااشنا لیدلی دینه ټوپك ویشتلى به خداى جوړ كړی سترګو ویشتلى به رنزیږی مړ به شینه د تورو سترګو یار به ښه وی ۔ سوک چی شین سترګی یار لری برباد به وی نه پریږده چی لوی واړه خبر شی یا به دی راکړی یا به مړ درباندی شمه مسافري خو یو میاشت وي تا په پردي هیواد خیمې وهلې دینه څه لېوني وختونه تېر شول په نیمه شپه به د جانان کلي ته تلمه