یادیګی می دا خو ستا د ښکلو سترګو برکت دی چې راوړی مې ایمان پۀ محبت دی یادیګی می چې غړۍ د سړي هسکه پکښې نۀ وي دغه ژوند خو هډو ژوند نۀ دی لعنت دی یادیګی می کۀ هر څو مې ده وخت ملا راټیټه کړې سر مې اوس هم لا د ډېرو نه اوچت دی ممتازه! خاندې، خو ژړا هم درځي ممتازه! روغ یې، خو بیمار هم یې پريږده چې د ډیرو پښو ته لار شمه مه مې وژنه ستا به هم په کار شمه نه دې د چا غاړې لره پړی شم نه دې د چا اېبلو پښو ته خار شمه